تاریخ انتشار: جمعه 17 تیر 1401
تعداد بازدید: 93

دانلود متن پیام رهبر انقلاب برای حج ابراهیمی ۱۴۰۱ به زبان پشتو

بسم‌اللّه‌الرّحمن‌الرّحیم

والحمد للّه ربّ العالمین و صلّی اللّه علی محمّد المصطفی و آله الطّاهرین و صحبه المنتجبین

د عزیز او حکیم خدای شکر کوو چې د حج مبارک موسم یې یو ځل بیا د مسلمانانو میعادګاه وګرځاوه او د فضل او رحمت دا لاره یې د هغوي په مخ پرانسته. اسلامي امت اوس یو ځل بیا په دغه رڼې او ابدي هنداره کې خپل یووالی او یو هیړوالی لیدلی شي او د اختلاف او تفرقې له محرکاتو مخ اړولی شي.

د مسلمانانو وحدت د حج له دوو اساسي ستنو یوه ستنه ده چې کله له ذکر او معنویت سره -چې د دغه راز او رمز لرونکې فریضې بله اساسي ستنه ده -یو ځای شي نو اسلامي امت د عزت او نېکمرغۍ اوج ته رسولی او هغه د «وَ لِلَّهِ العِزَّةُ وَ لِرَسولِهِ وَ لِلمُؤمِنين» مصداق ګرځولی شي. حج د دغه دوو سیاسي او معنوي عناصرو ترکیب دی: او د اسلام مقدس دین د سیاست او معنوی یوه برمناکه او عظیمه ګډوله ده.

د مسلمانو ولسونو دښمنانو په وروستي تاریخ کې، زمونږ په ولسونو کې د دغه دوو ژوند بخښونکو اکسیرونو یعنې وحدت او معنویت د سستولو لپاره پریمانه هڅې کړې دي. معنویت یې د لویدیځ ژوند د اسټایل په دودولو سره چې له معنوي روحه خالي او د مادي لنډ فکرۍ پایله ده ، پیکه او نیم زالی کوي او وحدت د ژبې ، رنګ ، توکم او جغرافیې په شان د خیالي انګیزو په پیاوړې کولو او خپرولو سره ننګوي.

اسلامي امت چې اوس یې د حج په سمبولیکو دستورو کې وړه شان بېلګه لیدل کیږي، باید په خپل ټول وس سره، مقابلې ته پاڅي؛ یعنې له یوې خوا د خدای یاد، د خدای لپاره کار، د خدای په کلام کې تدبر او د خدای په وعدو باور په خپلو عمومي ذهنونو کې پیاوړی کړي، او له بلې خوا د تفرقې او اختلاف په محرکاتو لاسبری شي.

هغه څه چې نن یې په جار ویلی شو، دا دي چې د نړۍ او اسلامي نړۍ اوسني شرایط د دغه ارزښتمنو هڅو لپاره تر بل هر وخته زیات برابر دي.

ځکه لومړی خو نن په اسلامي هیوادونو کې ډېرو خلکو او نخبګانو خپلې سترې معرفتي او معنوي شتمنۍ ته توجه پیدا کړې او په اهمیت او ارزښت یې پوه شوې دي. نن نور لیبرلزم او کمیونزم د لویدیځ هڅوب د لویې ډالۍ په توګه د سلو او پنځوسو کلونو پخوانۍ جلوه ګري نه لري.د لویدیځ پیسه محوره دموکراسي له لویو پوښتنو سره مخ ده او لویدیځ اندیال داده شوې چې په معرفتي او عملي لالهاندۍ اخته شوې دي. په اسلامي نړۍ کې ځوانان، پوهان، او دعلم او دین سړي د دغه حالت په لیدلو سره، د خپل معرفتي دولت په اړه او په خپلو هیوادونو کې د دودو سیاسي خطوطو په اړه نوې نظر ته رسېږي، او دا هماغه اسلامي بیداري ده چې همېشه یې یادونه کوم.

بله دا چې، دغه اسلامي ځان پوهاوي، د اسلامي نړۍ په زړه کې یوه هېښنده او معجزډوله ښکارنده راپېدا کړې چې استکباري طاقتونه یې پر وړاندې له سختې ستونزې سره مخ دي. د دغه ښکارندې نوم« مقاومت» او حقیقت یې د ایمان، جهاد او توکل د طاقت راښکاره کېدل دي. دا هماغه شی دی چې د اسلامي په لومړیو کې یې د بېلګې په هکله دا ایت شریف نازل شو: اَلَّذينَ قالَ لَهُمُ النّاسُ اِنَّ النّاسَ قَد جَمَعوا لَكُم فَاخشَوهُم فَزادَهُم ايمانًا وَ قالوا حَسبُنَا اللَّهُ وَ نِعمَ الوَكيلُ* فَانقَلَبوا بِنِعمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَ فَضلٍ لَم يَمسَسهُم سوءٌ وَ اتَّبَعوا رِضوانَ اللَّهِ وَ اللَّهُ ذو فَضلٍ عَظيم.

د فلسطین میدان، د دغه حیرانوونکې ښکارندې د جلوو یو ډګر دی چې توانیدلی صهیونسټ سرغړاندی رژیم د یرغلیز او غورځنګ وهنې له حالته، د دفاع او کمزورۍ حالت ته بوځي او اوسني ښکاره سیاسي، امنیتي او اقتصاډي مشکلات ورباندې وتپي. د مقاومت نورې ځلاندې بېلګې په لبنان ، عراق او یمن او ځینو نورو سیمو کې لیدلی شو.

دریم: د دغو ټولو تر څنګ نړۍ نن په اسلامي ایران کې د اسلامي د سیاسي واکمنۍ او طاقت د یوې سرلوړې نمونۍ او کامیابې بېلګې کتونکې ده. د اسلامي ایران، کراری، خپلواکي، پرمختګ او عزت، ډېر لویه، معنادار او زړه راکښونکې پېښه ده چې د هر ویښ مسلمان فکر ځانه اړولی شي. د دغه نظام د چاروالو ځینې خطا کړچارونو او بې وسیو چې د اسلامي حکومت ټولو برکتونو ته رسېدل یې ځنډولې، هیڅکله نه دي توانیدلې هغه پیاوړې ستنې او مضبوط ګامونه چې د دغه نظام له سیاسي اصولو راپورته شوې، ولړزوي او مادي او معنوي ترقي یې تم کړي.

د دغه اساسي اصولو د لړلیک په سر کې، په قانون جوړونې او اجرا کې د اسلام واکمني، د هیواد په مهمو مدیریتي مسایلو کې په ولسو رایو تکیه، بشپړه سیاسي خپلواکي، او او په ظالمو طاقتونو تکیه نه کول دي؛ او همدا اصول دي چې د مسلمانو ولسونو او دولتونو پرې اجماع کېدلی شي او اسلامي امت په دریځ نیونو او ملګرتیاو کې متحد او یو هیړه ګرځولی شي.

دا هغه زمینې او عوامل دي چې د هماهنګه او متحد حرکت لپاره یې اسلامي نړۍ ته اوسني حالت برابر کړی دی. مسلمان دولتونه او دیني او علمي شخصیتونه او خپلواکه روڼ اندي او حقیقت پالي ځوانان دي تر هر چا زیات باید له دغو برابرو زمینو د استفادې فکر وکړي.

طبیعي ده چې استکباري طاقتونه او تر هر چا زیاته امریکا په اسلامي نړۍ کې د دغه شان ګروهنې اندیښنه ولري او خپل ټول امکانات د هغې د مقابلې لپاره وکاروي او اوس داسې ده. د رسنیزې سترواکۍ او د نرم جنګ له طریقو نیولې بیا تر نیابتي جنګونو جوړولو او ورته لمن وهلو ، سیاسي وسوسو او جاسوسیو، او تر ګواښونو لالچونو او بډو ورکولو پورې، دا ټول او ټول د امریکا او د نورو مستکبرانو له خوا کارول کیږي چې اسلامي نړۍ د خپلې بیدارۍ او نېکمرغۍ له لارې واړوي. په دې سیمه کې جنایتکار او مختوری صهیونسټ رژیم هم د دغې هر اړخیزې هڅې یوه وسیله ده.

د خدای په فضل او اراده، دغه هڅې په ډېرو مواردو کې پاتې راغلې او مستکبر لویدیځ زمونږ په حساسې سیمې په او په دا وروستیو کې په ټوله نړۍ کې ورځ تر بله کمزوری شوی دی. په سیمه کې د امریکا او د هغې د انډیوال جنایتکار یعنې غاصب رژیم پریشاني او ناکامي، د فلسطین، لبنان، سوریې عراق، یمن او افغانستان په ډګرونو کې د سر په سترګو لیدلی شو.

په مقابل کې بیا، اسلامي نړۍ له انګېزه لرونکو او تاندو ځوانانو ډک دی. د راتلونکي لپاره تر ټولو لویه پانګه، هیله او په ځان باور دی چې نن په اسلامي نړۍ په تېره بیا د دې سیمې په خلکو کې څپې وهي. مونږ ټول دنده لرو د دغه پانګې ساتنه وکړو او زیاته یې کړو.

له دې ټولو سره سره ، د دښمن له مکر او چله یوه شېبه هم غافله کېدل نه دي پکار؛ له غرور او غفلته ډډه باید ډډه وکړو او زیار او هوښیاري زیاته کړه او په هر حال کې له قادر او حکیم خدایه په توجه او تضرع سره مرسته وغواړو. د حج په دستورو او مناسکو کې ګډون یو لوی فرصت دی د توکل او تضرع لپاره او همداراز د تفکر او فیصلې لپاره.

په درسته نړۍ کې خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو ته دعا کوئ او له خدایه د هغوي توفیق او بریالیتوب غواړئ. په خپلو ښایسته دعاګانو کې خپل دغه ورور ته د الهی هدایت او کمک دعا هم وکړئ.

والسّلام علیکم و رحمة اللّه

سیّدعلی خامنه‌اي

د ۱۴۴۳ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې پینځمه

د ۱۴۰۱ لمریز کال د چنګاښ ۱۴

دسته بندی :

ارسال دیدگاه


ارسال

جهت مشاهده دیدگاه های کاربران کلیک نمایید

دیدگاه ها

2024-04-20 06:49:55